اریانا افغان هوايي شرکت له مزارشریف څخه سعودي عربستان ته مستقیمې الوتنې پیلوي. د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې لومړۍ الوتنه د روان کال د لیندۍ په څلورمه د مزارشریف او جدې ښارونو ترمنځ ترسره شي. د دې الوتنو په پیل سره به د شمالي ولایتونو اوسېدونکي وکولای شي، له غیرمستقیمو الوتنو پرته په مستقیم ډول جدې ته سفر وکړي. یاد شرکت ویلي، مسافر کولای شي د دغې الوتنې ټکټونه د اریانا له مرکزي دفتر، رسمي استازولیو، سیاحتي شرکتونو او هوايي ډګرونو کې د پلور له دفترونو ترلاسه کړي.































