د ا.ا مشر، شیخ هبتالله آخندزاده ویلي، هڅه یې کړې چې د خپل ژوند په قربانولو سره د مسلمانانو ساتنه وکړي او خپل ژوند یې د هغوی د امنیت د تأمین لپاره وقف کړی دی. نوموړي دغه څرګندونې په کابل پوهنتون کې د یوې علمي او څېړنیزې غونډې پر مهال کړې دي. آخندزاده ویلي، هېڅکله نه غواړي چې د خپل واک او حاکمیت د ساتلو لپاره مسلمانان له یو بل سره جګړې ته اړ کړي. هغه زیاته کړې: «د فتنې د دروازو د تړلو لپاره مې د ۱.۱.۱ مشري ومنله؛ زه دې وسوځم، خو مسلمانان دې له فتنې وژغورل شي.» د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی چې د دوی سیاست د قرآن کریم پر لارښوونو ولاړ دی او د نوموړي په وینا، که علما له یو بل سره متحد شي، هېڅوک به د هغوی د مقابلې توان ونه لري. نوموړي همداراز د مسلمانانو پر یووالي او متقابل ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ټول مؤمنان باید د یوه بدن په څېر واوسي او د یو بل ملاتړ وکړي. د شریعت د تطبیق په اړه آخندزاده ویلي، چې د ده له اجرایي حکم پرته قصاص او حدود نه تطبیقېږي. هغه دا هم ویلي، که څوک د منکراتو د مخنیوي په لاره کې ووژل شي، د شهادت لوړه مرتبه به ترلاسه کړي. د اسلامي امارت مشر له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې هېواد ته راستانه شي او په امن کې ژوند وکړي. د نوموړي په وینا، ټول افغانان د خپلو توپیرونو له پام کې نیولو پرته کولای شي په افغانستان کې په خوندي فضا کې ژوند وکړي.































