ولسمشر غني وايي، له سیمه ییزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده. نوموړي یادې څرګندونې نن په ارګ کې له یو شمېر ځوانانو سره په خبرو کې کړې دي. له ارګه د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې نوموړي ویلي، چې افغانان له هغوى پرته هم هند ته رسېدلی شي، خو پاکستان له افغانستان پرته منځنۍ اسیا ته لار نه شي موندلی. د سرچینې په وینا نوموړي دغه راز زیاته کړې، دوی له پاکستانه د نا اعلان شوي جنګ درول او د خپلواک هېواد په توګه د با ثبات افغانستان زغمل غواړي. هغه ویلي، با ثبات افغانستان د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دی. ولسمشر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د سولې په اړه نړیواله، سیمه ییزه او د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځته شوې او په دې برخه کې ځکه د چا اجازې ته اړتیا نه لري، چې دا د ولس اساسي غوښتنه او د افغانانو مهم لومړیتوب دی.