داعش ډلې په سوریه کې له تېرو دوو ورځو راهیسې یو ځل بیا پر پوځیانو او د دوی پر اتحادي وسله والو بریدونه کړي او ۳۵ سرتېري یې وژلي دي. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، که څه هم داعش د امریکایي ملاتړو ځواکونو په عملیاتو کې تېره میاشت خپله وروستۍ ساحه هم له لاسه ورکړه خو له دې بریدونو داسې ښکاري چې یاده ډله لا هم له منځه نه ده تللې او کېدای شي یو ځل بیا د سوریې ډموکراټو ځواکونو ته سرخوږی جوړ کړي. بریتانیا کې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دا ددې ډلې تر ټولو غټ او بریالي عملیات دي.



































