په یونان کې د افغان او سوري کډوالو تر منځ له نښتې وروسته پولیسو پولیسو ۴۰ افغان او ۷۰ سوري کډوال نیولي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې نښته د یونان په پلازمینه کې د کډوالو په یو پنډغالي کې شوې ده. په یاده نښته کې یو سوريایي کډوال وژل شوی هم دی. د یادو کډوالو د خوشي کېدو په اړه یواځې دومره ویل شوي، چې دوی به د شخړي د اصلي لوریو تر پیدا کېدو پورې د پولیسو په توقیف کې وي.