د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یو نوماند پر ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید شوی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼي وويل، چې بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د ولسوالۍ په سنګرساى سيمه کې شوى دى. هغه زياته کړه، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ١٣ تنه وژل شوي او تر ٣٠ ډېر نور ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې د ننګرهار د عامي روغتیا ریاست وایي، چې تر اوسه له یادې پیښې ملکي روغتون ته درې جسدونه او ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي. عيني شاهدانو ويلي چې دغه بريد د ناصرخان مومند د کمپایني غونډې پر مهال شوى دی. د عیني شاهدانو په خبره په دې برید کې د مومند د ټاکنیز دفتر مسؤل هم وژل شوی دی، خو خپله د مومند په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. تر اوسه د برید پړه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخیستې.