د سوډان د لرې کړل شوي ولسمشر عمر البشیر له کوره میلیونونه ډالر پیدا شوي دي. د سوډان امنیتي سرچینې وایي د پلټنو پر مهال د عمر البشیر په کور کې ۵ میلیارده سوډاني پونډه چې ۱۰۵ میلیونه ډالر کېږي، شپږ ميلیونه یورو او ۳۵۱ زره ډالر پیدا شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي چې دغه پیسې له حکومتي حسابونو پټې د هغه په شخصي کور کې پيدا شوې دي. د سوډان قضايي کارکوونکي وایي چې ددغه پیسو تر پیدا کېدو وروسته به عمر البشیر د پیسو سپینولو په تور هم محاکمه کېږي. عمر البشیر له دېریشو کلونو راهیسې په سوډان کې واکمن وو او ددغه هېواد ټولې چارې یې کنټرولولې. د خلکو تر سختو لاریونونو وروسته په روانه میلادي میاشت کې د پوځ له لوري له دندې ګوښه کړل شو. هغه دمګړی د سوډان په یوه زندان کې دی او تحقیقات ترې روان دي.



































