د هندي رسنیو د راپورونو له مخې تر کلونو او میاشتو کار وروسته هند بریالی شو، چې خپله یوه بله نظامي بېړۍ سمندر ته روانه کړي. د هندي چارواکو په وینا دغه بېړۍ د هر ډول نږدې واټن ویشتونکو توغندیو او نورو درنو وسلو د لېږد او کارولو وړتیا لري. یاده بېړۍ به په راتلونکو میاشتو کې پر پرمختللو هندي وسلو سمبالېږي او د هند او عربو په سمندر کې به امنیتي ګزمې کوي. د هندي چارواکو په خبره دغه بېړۍ ۳۰۳۷ ټنه وزن لري چې د وسلو له ځای پر ځای کولو وروسته به یې وزن تر ۷ زره ټنه پورې ورسېږي. دغه بېړۍ د الوتکو د پروازونو او لېږدولو وړتیا هم لري.



































