په سریلانکا کې د درنو چاودنو له امله تر دېرشو پورې کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې نن د سریلانکا په پلازمینه کې په دوو هوټلونو او درېیو کلیساګانو کې چاودنې شوې دي. د شمېرو له مخې په دغه چاودنو کې تر ۳۰۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. لومړني راپورونه ښيي چې په پېښه کې څلوېښت کسان وژل شوي خو حکومتي چارواکو د دېرشو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. سرچینې همدا راز وایي چې په دغه ټولو چاودنو کې تر ۲۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي. تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی. حکومتي چارواکي وايي چې د خلکو دامنیت لپاره یې تدابیر جدي کړي دي او ددغه پېښو پلټنه پيل شوې ده.



































