قزاقستان کې د یوه بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپیان دي. چارواکي وایي چې دا موټر د یاد هېواد په جنوب کې د الماتا- تاشکند پر لویه لار چپه شوی دی. پېښه پر هغه لار شوې چې پناه غوښتونکي ورڅخه له منځنۍ اسیا روسیې ته د تګ لپاره ګټه اخلي. د چارواکو په وینا د پېښې قربانیان قزاقستانیان او ازبکان دي. د موټر د چپه کېدو لامل نه دی ښودل شوی او د چارواکو په خبره دوی خپلې پلټنې پیل کړې دي.



































