د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په جنوبي سیمو کې پرون یو ځل بیا درنې چاودنې شوې دي. په دې جګړو کې د ۸ کسانو په وژل کېدو سره په یاد هېواد کې د پیل شویو جګړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر۲۲۰ تنو ته رسېدلی دی. په لیبیا کې وروستۍ جګړې د واک پر سر پیل شوې دي. دا جګړه د قومندان خلیفه حفتر تر مشرۍ لاندې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواک او د هغو ملېشه وو تر منځ روانه ده چې د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي. جګړه د حفتر د وسله والو له لوري د ملي یووالي حکومت پر وړاندې د اپریل میاشتې په څلورمه نېټه پیل شوې ده. د بشري حقونو ډلې وایي په پیل شویو جګړو کې ۲۲۰ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان دي.



































