په تخار کې د وسله والو طالبانو او غیر مسووله وسله والو لخوا د دوو ولسي پاڅون کوونکو په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د تخار امنیتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د یاد ولایت په قل برس سیمه کې په یو برید کې دوه ولسي پاڅون کوونکي وژلي او دغه راز غیر مسووله وسله والو بیا پر ملکي وګړو ډزې کړې او دوه کسان یې وژلي دي. د یاد ولایت د والي ویاند وایي، چې د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښته کې دوه ولسي پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي. هغه زیاته کړه چې په متقابلو ډزو کې درې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې پر ملکي وګړو د برید انګېزه لا روښانه نه ده او پولیسو خپلې پلټنې پیل کړې دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.