تلویزیوني ټوکمار ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین د ټاکنو په دویم پړاو کې بریالی شوی او د دې هېواد راتلونکی ولسمشر به وي. نارسمي پایلو ښودلې چې نوموړي ۷۰ سلنه رایې ګټلې. زېلېنسکي د ټاکنو په لومړي پړاو کې هم د ۳۹ کاندیدانو په ډله کې تر ټولو ډېرې رایې اخیستې وې. ولودمیر زېلېنسکي د اوکراین د تلویزیون یوه پېژندل شوې څېره ده او په یوه مشهوره سیاسي طنزیه ډرامه کې د یو داسې کس رول لوبوي چې په ناڅاپي توګه د هېواد ولسمشر ټاکل کېږي. په دویم پړاو کې نوموړی له اوسني ولسمشر پېټرو پوروشېنکو سره مخامخ و. پوروشېنکو خپله ماته منلې ده، خو په کیف کې یې خپلو پلویانو ته ویلي، سیاست به نه پرېږدي. په اوکراین کې ولسمشر د امنیت، دفاع او بهرنۍ پالیسۍ برخو کې پراخ واکونه لري.



































