په سریلانکا کې د پرونیو چاودنو د وژل شوو شمېر ۲۹۰ کسانو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې پرون په سریلانکا کې د کلیساګانو او لوکسو هوټلونو په ګډون په ۹ سیمو کې چاودنې شوې دي. په دغه چاودنو کې ۲۹۰ کسه وژل شوي او تر ۵۰۰ پورې نور ټپیان دي. د سریلانکا حکومت ویلي چې له پېښو سره د اړیکو په تور یې تر دې دمه ۱۳ کسان نیولي دي او په دې اړه جدي پلټنې روانې دي. تر اوسه کومې ډلې ددغه پر له پسې خونړیو چاودنو مسوولیت نه دی منلی. دا په سریلانکا کې تر یوې لسیزې مخکې کورنۍ جګړې وروسته تر ټولو خونړۍ پېښې بلل کېږي.



































