تېره ورځ سهار مهال د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې څلورو وسله والو د پولیسو پر یوه مرکز برید وکړ.دغه برید په کم وخت کې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شو. په پېښه کې څلور پولیس ټپیان شول خو څلور وسله وال ووژل شول. داعش ډلې نن په یوه اعلامیه کې ددغه برید مسوولیت منلی. دوی ویلي چې برید په دوی پورې اړوندو کسانو کړی دی. سعودي عربستان کې وخت ناوخت وسله والې ډلې دغه ډول بریدونه کوي خوامنیتي ځواکونه وايي چې د پېښې په اړه به پراخې او جدي پلټنې وکړي.



































