د پښتونخوا د مومندو په بایزي تحصیل سیمه کې د یوې چاودنې له امله د پاکستان د ایف سي ځواک یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره دا پېښه نن د بایزي تحصیل په شندره سیمه کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې ایف سي ځواک له سیمي نه د ګزمې په حال کې وو. د طالبانو د حزب الاحرار په نوم ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه اخیستې ده.



































