امریکا هغو هېوادونو ته چې له ایرانه تېل اخلي خبرداری ورکړی دی چې نور له دغه هېواده د تیلو اخیستل ودروي کنه نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي. د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پلان لري چې نن ورځ دغه اعلان په رسمي ډول وکړي. له ایرانه، چین، جاپان، جنوبي کوریا، ترکیه او هند تېل اخلي. دا لا معلومه نه ده چې دې پنځو هېوادونو ته به نور وخت ورکړل شي چې له یاد هېواد سره خپل حسابونه تصفیه کړي او که به په سملاسي ډول د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.



































