په سریلانکا کې تر خونړۍ پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ترهګري او پاکستان سره تړلي بللي دي او زیاته کړې یې ده چې یاد هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو د پاللو او روزلو یوازینی مرکز دی. نوموړي تېره ورځ په راجستان ایالت کې یوې پراخې غونډې ته په خبرو کې ویلي، پاکستان دې ډېر په خپلو اټومي وسلو نه نازیږې، هند له دوی څخه هیڅ ویره نه لري، ځکه هند خورا پیاوړې اټومې وسلې لري او پاکستان دې په یاد ولري چې د دوی وسلې هم څه د دېوالي پټاقۍ نه دي. نوموړي دغه راز پر پاکستان د خپل هوایي برید دفاع کړې او زیاته کړې یې ده، ده ښه وکړل چې برید یې وکړ ځکه، هره دویمه ورځ به هغوی ویل چې پاکستان اټومي وسلې لري خو له برید وروسته یې بیا یو ځل هم دا خبره تکرار نه کړه. مودي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په هند کې ټاکنې رانږدې دي او ځینې شنونکي د نوموړي دا څرګندونې کمپایني او احساساتي بولي.



































