سریلانکایي چارواکي وایي چې په یاد هېواد کې په وروستیو خونړیو پېښو کې د وژل شویو شمېر ۳۱۰ کسانو ته رسېدلی دی. د چارواکو په خبره په دې پېښو کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي چې ډېری یې لا هم په روغتونونو کې بستر دي. دا برید د یکشنبې په ورځ د عیسویانو په یو لړ دیني مراسمو باندې وشو چې پولیسو یې په تړاو ۴۰ کسان نیولي دي. په یاد هېواد کې نن د قربانیانو د درناوي لپاره ملي ماتم اعلان شوی دی او د یاد هېواد ټول ولس درې دقیقې چوپتیا غوره کړې ده. که څه هم د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې ددې چاودنو پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې ده خو چارواکي بیا په دې پېښو کې د جماعته التوحید الوطني په نامه ډلې لاس بولي.



































