په سریلانکا کې د شویو بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵۹ کسانو ته رسېدلی دی او دغه راز ۵۰۰ تنه نور ټپیان دي. د سریلانکا پولیسو ویلي، د تېرې یکشنبې ورځې د بریدونو په تړاو یې تر دې دمه ۱۰۰ کسان نیولي دي. د پولیس چارواکو په خبره دا برید ښایي بهرنۍ اړیکې هم ولري. په ورته وخت کې د سریلانکا د پلازمینې کلمبو ښاراولې روسي سینانایکي په یاد هېواد کې د ځینو اندېښتنو یادونه کړې ده او ویلي یې دي داسې ویره شته چې ښایي نور بریدونه هم وشي. ددې بریدونو پړه دوو ډلو داعش او په سریلانکا کې فعالې یوې اسلامي ډلې پر غاړه اخیستې ده خو تر اوسه دا خبره کره نه ده چې دا برید کړی چا کړی دی.



































