د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، څو پورې چې پوځ غلط کارونه کوي تر هغو به دوی هم خپلې نعرې وهي او که پوځ دومره نازک مزاج لري نو د پښتنو پر وړاندې دې له خپلو ځورونکو اقداماتو لاس پر سر شي. هغه ویلي د پي ټي ایم د کارونو مخنیوی د ترهګري وده ده ځکه دوی یو سوله غوښتونکی غورځنګ دی او په خپلو سیمو کې د جنګ جګړو او ځورونو پر ضد راپورته شوي دي. پښتین ویلي دوی به تر هغه خپلو تحرکاتو دوام ورکړي څو پورې چې یې ټولې غوښتنې یې نه وي منل شوې. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان دپوځ ویاند اصف غفور ویلي وو د پې ټې ایم ځینې غوښتنې یې منلې دي او ځینې نورو باندې کار روان دی او که چېرته یاد غورځنګ له سرې کرښې واوړي نو پر وړاندي به یې پوځي اقدامات وکړي. خو منظور پښتین وایي، پاکستان کې سره کرښه قانون نه، پوځ دی او په خبره یې دوی د پښتنو لپاره امن غواړي دا که پاکستان سره او شنه کرښه بولي دوی یې پروا نه کوي او تر دې کرښو تېرېدای هم شي.



































