د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون نن له پیونګ یانګ نه د روسیې ولادي ویستوک بندري ښار ته رسېدلی دی. کېم به سبا له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري. د شمالي کوریا خبري اژانسونو روسیې ته د نوموړي سفر تایید کړی دی خو د هغه ددې لیدنې په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. په ورته وخت کې کرملین ویلي چې د کېم او پوتین د پنجشنبې لیدنه به په کوریا ټاپو وزمه کې له سیاسي او ډیپلوماټیکې لارې د اټومي لانجې په هواري متمرکزه وي. ویل کېږي چې کېم د پوتین په رسمي بلنه روسیې ته ورغلی دی. پوتین وروسته له هغه کېم خپل هېواد ته ور غواړي چې امریکا په دې وروستیو کې په کوریا ټاپو وزمه کې د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه له کېم سره د معاملې په حال کې ده.



































