د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پخپله تازه مرکه کې ویلي، ټرمپ پخپله نه له ایران سره جګړه غواړي او نه یې هم دومره غیر قانوني اقداماتو ته نیت دی، خو یوه ډله کسان شته چې هغه جګړې او د بندیزونو پیلولو ته هڅوي. د جواد ظریف په وینا ټرمپ جګړه نه کوي، خو دا په دې مانا نه ده، چې هغه جګړې ته نه شي لمسول کېدی. دده په وینا د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن او د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تل ټرمپ هڅوي چې له ایران سره جګړه وکړي. ظریف وايي ایران جګړه نه کوي خو جګړه ورسره وشي د ځان دفاع ته تیار دی.



































