د شمالي کوریا او روسیې ولسمشرانو د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د روسيې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره کتلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې بحث کړی دی. په دې لیدنه کې کیم جونګ اون او پوتین ټینګار کړی چې خپلې تاریخي اړیکې به پالي او د لا ښه کولو لپاره به یې هڅې ډېروي. د شمالي کوریا ولسمشر تر دې لیدنې مخکې رسنیو ته ویلي وو، چې ښايي دواړه لوري پر مهمو مسایلو خبرې وکړي او دغه لیدنه به ډېره ګټوره وي. پوتین ویلي چې دوی د شمالي کوریا د اټومي مذاکراتو ملاتړي دي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.



































