د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، که امریکا په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو د خرڅلاو لپاره د تهران د مخنیوي هڅو ته دوام ورکړي، دا کار به یې ناوړه عواقب ولري. هغه د امریکا په نیویارک ښار کې یوې غونډې ته ویلي، تهران ډاډه دی چې وبه کولی شي د خپلو تېلو صادراتو ته ادامه ورکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، که امریکا د خپلو غیر قانوني بندیزونو له امله بښنه وغواړي دوی هم چمتو دي ورسره خبرو ته کېني. خو د شنونکو په خبره، په اوسنیو حساسو شرایطو کې د جواد ظریف څرګندونې ښایي د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم سره خړ پړې کړي.



































