د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون چې نن یې له خپل روسیي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي وایي، له هغه سره یې خبرې خورا ګټورې وې. دا د کېم او پوتین ترمنځ لومړۍ مخامخ لیدنه وه. دواړو لوریو د روسیې د لرې ختیځ ښار ولادي ویستوک په یوه پوهنتون کې سره لیدلي دي. کېم تر لیدنې وروسته ویلي دوی د کوریا د ستونزو پر سوله ییز حل پراخې او مثبتې خبرې کړې دي. کېم وروسته تر هغه د پوتین په رسمي بلنه روسیې ته لاړ چې په دې وروستیو کې امریکا هڅه کوي د شمالي کوریا د اټومي وسلو په اړه له کېم سره یوه معامله وکړي.



































