د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هېواد د وسلو سوداګرو او کاروباریانو ته په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دی به د وسلو د کنټرول له نړیوال تړون وځي. د وسلو د کنټرول تړون د ملګرو ملتونو له لوري جوړ شوی چې د نړۍ ۱۰۱ هېوادونو لاسلیک کړی دی. ددغه تړون له مخې په هېوادونو کې د وسلو د تولید، پلور او کاروبار پر سر نظارت کېږي او شرایط ورته تنظیمېږي. امریکا دغه تړون نه دی تایید کړی، ټرمپ هم ویلي چې حکومت به یې دغه تړون تایید نه کړي او دتل لپاره ترې وځي. دده په وینا امریکا خپل قوانین لري او د وسلو کاروباریان کولی شي وسلې وپلوري او جوړې کړي. امریکا په نړۍ کې د وسلو د تولید ستر هېواد دی او په ډېری برخو کې یې وګړي کولی شي وسلې وپلوري او وپېري.



































