د سریلانکا لومړي وزیر له هندوستان ټایمز سره په مرکه کې ویلي، په دغه هېواد کې د وروستیو خونړیو بریدونو د تحقیقاتو په اړه که د پاکستان مرستې ته اړتیا پیدا شوه نو دغه غوښتنه به ترې وکړي. هغه ویلي د اړتیا په صورت کې کولی شي له پاکستانه د ترهګرو په تعقیبولو کې مرسته وغواړي. د نوموړي په خبره دوی پخوا هم له پاکستانه په ورته پېښو کې د مرستې غوښتنه کړې او هغوی هم ورته نه، نه دي ویلي. وکرم سینګ ویلي، په دې بریدونو کې د بهرنیو کړیو د لاس لرلو خبره کېږي خو دوی تر اوسه په دې اړه شواهد په لاس کې نه لري. نوموړی په داسې حال کې له پاکستانه د مرستې د غوښتو خبره کوي چې پر یاد هېواد د ترهګرو د پاللو او روزلو تور دی او ډېری هېوادونو کې تر شویو بریدونو وروسته جوته شوې چې د یاد هېواد وګړي پکې یا وژل شوي او یا هم په یو ډول نه یو ډول لاس لري.



































