سریلانکایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد د کولمبو ښار په شرقي سیمو کې د پولیسو او ناپېژانده وسله والو ترمنځ نښتو کې ۱۵ کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا ددې پېښې په قربانیانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي. دا نښته وروسته تر هغه پیل شوه چې سریلانکایي پولیسو د ترهګرو د پلټلو په موخه د یاد هېواد په کولمبو ښار کې عملیات پیل کړل. دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې شپږ ورځې وړاندې په یاد هېواد کې د پرلپسې چاودنو له امله ۲۵۹ کسان ووژل شول او تر پنځه سوه ډېر نور ټپیان شول. د یادو چاودنو پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.



































