د راپورونو له مخې د امریکا د کیلیفورنیا ایالت په سانتایاگو ښار کې یو نولس کلن وسله وال د یهودانو په عبادتځاې په ډزو کې یوه ښځه وژلې او درې کسه یې زخمیان کړې دي. پولیسو برید کوونکی نیولی دی خو د هغه په اړه یې لا ډېر معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی. دا د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د یهوادنو پر ضد بل خونړی برید دی. شپږ میاشتې مخکې په پیټرس برگ کې پر یهودانو په یوه برید کې یولس تنه وژل شوي و.



































