د امریکا یو جګ پوړی پوځي قوماندان وايي، په خلیج کې د ایران د هر ډول خطرناکو اقداماتو د مخنیوي لپاره اړین امکانات لري. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مکېنزې سیمې ته د سفر په ترڅ کې ویلي، امریکا به په خلیج کې د خپلو متحدانو په همکارۍ د ایران پر ضد ګډه جبهه جوړه کړي. ده همدا راز وویل په سیمه کې له خپلو شریکانو او دوستانو سره تماسونو ته دوام ورکوي چې د ایران د ګواښ پر وړاندې په ګډه ودرېږي. د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته امریکا په وروستیو دوو کلونو کې د ایران پر ضد اقتصادي فشارونه زیات کړي دي، خو ایران وايي چې د امریکا اقدامات یې پر چارو او اقتصادي وضعیت تر دې دمه منفي اغېز نه دی کړی.



































