د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په پام کې لري چې ډېر ژر شمالي کوریا ته لاړ شي. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې جواد ظریف ویلي چې ډېر ژر به د خپل سفر نېټه اعلان کړي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي په ډاګه کړي. ایران او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې مقابله کوي. امریکا له دې امله پر ایران او شمالي کوریا بندیزونه لګولي دي چې دواړه هېوادونه د اټومي وسلو له پروګرامه راوګرځوي. خو دواړه هېوادونه لا هم د امریکا د بندیزونو پر وړاندې مقاومت کوي.



































