د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، امریکا له بېلو لارو غواړي پر ایران فشارونه وضع کړي او د تېلو پر سوداګرۍ فشار په دې مانا دی چې امریکا غواړي ایران مات کړي. دده په خبره امریکا د سعودي عربستان، اسراییلو او ځینو نورو هېوادونو په لمسونه غواړي پر ایران برید وکړي او په دغه هېواد کې اوسنی نظام بدل کړي. خو ده ټینګار کړی چې ددغسې یوه برید په صورت کې ایران له خپل ځان دفاع ته تیار دی. ددغه مرکې په غبرګون کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ویلي، امریکا په ایران کې د جګړې یا نظام بدلولو په لټه کې نه ده، بلکې دا غواړي چې دغه هېواد په نړیواله کچه خپل چلند بدل کړي او د اټومي وسلو جوړونه ودروي.



































