د شمالي وزیرستان په دته خیل تحصیل سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته وسله وال برید شوی دی. د چارواکو په خبره په دې پېښه کې یو عسکر وژل شوی او یو بل ټپي دی. په ورته وخت کې په باجوړ کې هم په یوه پوسته کې چاودنه شوې چې له امله یې یو پولیس سرتېری ټپي شوی دی. د شمالي وزیرستان امنیتي چارواکو ویلي، چې دا پېښې تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې دي. د یادو پېښو پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. چارواکي وایي چې د دواړو پېښو په سیمو کې یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.



































