ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ملکي وګړو هر ډول بریدونه غندلي دي. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مرکزي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه نړیوال سازمان په افغانستان کې د پروني برید په ګډون ټول هغه بریدونه غندي چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله پکې اوړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه او ددوی وژل له ټولو نړیوالو قوانینو او ارزښتونو سره په ټکر کې عمل دی او باید دا لړۍ ودرول شي. دغه ادارې پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.




































