د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پوځ او پاکستاني ریاست له اولې ورځې نه پر دوی (پې ټي ایم) د دروغو پروپاګنډې جوړوي او تر ټولو بده یې لا دا چې لومړی وزیر عمران خان هم د پوځ خبرې تکراروي. پښتین زیاته کړې پاکستانی ریاست دروغ وایي او که چېرته په ترهګرۍ او دروغو وطنونه جوړېدای نو پاکستان به د نړۍ پر سر پیاوړی هېواد و. هغه ویلي پاکستان له اوله تر اوسه له پښتنو سره ظلمونه کړي او په بیلابیلو نومونو یې ربړولي او وژلي دي. نوموړي زیاته کړې، د پاکستان خفیه ادارې پر دوی تورونه لګوي چې ګواکې له دوی سره له بهره مالي مرستې کېږي نو چې دومره خبر دي ولې یې په ښکاره نه وایي چې دومره پیسې ورته راغلې دي. هغه زیاته کړه پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم دومره پیسې د ترهګرۍ پر وده لګولې دي اول خو باید له دوی نه پوښتنه وشي چې ولې او د څه لپاره. هغه یو ځل بیا ویلي څو پورې چې پاکستانی ریاست ورته د پښتنو حقونه ورنه کړي نه به ددوی لهجه سمه شي او نه به له خپلې پیل کړې مبارزې راوګرځي.



































