د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر قاسم سلیماني ویلي، له امریکا سره خبرې کول د تلسیمېدو په مانا دي او تهران به په اوس وخت کې په هیڅ صورت له امریکا سره خبرو ته حاضر نه شي. هغه ویلي، دښمن غواړي دوی د بندیزونو او فشارونو له لارې خبرو ته حاضر کړي او که چېرته ایران ورسره خبرو ته کېني نو دا په دې مانا ده چې تهران ورته تسلیمېږي چې دا خبره په هیڅ صورت د ایرانیانو لپاره د منلو وړ نه ده او هیڅکله به دې ذلالت ته ځان ورنه کړي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، که امریکا پر ایران د لګولو شویو بندیزونو له امله بښنه وغواړي دوی چمتو دي وسره خبرو ته کېني.



































