د بښنې نړیوال سازمان وایي، د ایران په جنوب کې دوه ځوانان په پټه اعدام شوي دي. ویل کېږي چې دا ځوانان دواړه ۱۷ کلن وو. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، مهدي سهرابي او امین صداقت د اپریل په ۲۵ د فارس ولایت د مرکز شیراز ښار په عادل اباد کې اعدام شوي دي. دا دوه کسان په پنځلس کلنۍ کې د جنسي تیري په تور مجرم پېژندل شوي وو، خو د بشري حقونو نړیوالو ادارو ویلي چې دوی په غیر منصفانه توګه محاکمه شوي وو. د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، سعودي عربستان، یمن او پاکستان هغه هېوادونه دي چې تر اتلس کلنۍ د کمو مجرمینو په اعدام لاس پورې کوي.



































