د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د یاد هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې زوی بلاول بوټو د پوځ لخوا پر پي ټي ایم د تورونو په غبرګون کې ویلي، ګوند یې د رښتیا او پخلاینې ملاتړ کوي او پوځ باید د خپلو پورې کړو تورونو ځواب ووایي. هغه پر عمران خان غږ کړی دی چې خپلې حکومتي پالیسیانې دې د پوځ د ویاند په خوله نه وړاندې کوي، ځکه چې په خبره یې دا چاره به په حکومتي ادارو کې لانجې لا ډېرې کړي. هغه د نقیب مسید قاتل راو انوار ته په اشارې ویلي، پوځ دې پر نورو د تورونو پر ځای د هغه چا په اړه څېړنې وکړي چې د لسګونه کسانو په وژنه تورن دی. بوټو دغه راز ویلي اوس خبره دا ده چې پاکستان باید د راو انوار پر سر زرګونه ځوانان خپه نه کړي او د هغوی ګیلې باید واورېدل شي. هغه زیاته کړې پي ټي ایم ته دې څوک ګواښونه نه کوي ځکه د هغوی په ویرولو هیڅ هم نه جوړېږي او که چېرته پوځ ټول غورځنګ په زندان کې واچوي هم د هغوی د حق غوښتلو نعره به چوپه نه شي.



































