د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکایي رسنۍ د دې هېواد د ډیموکراټانو ګوند د کاندید جوبایډن په ملاتړ تورنې کړې او زیاته کړې یې ده چې رسنۍ اوس هڅه کوي له جوبایډن نه ملاتړ وکړي. ټرمپ پر خپل ټویټر هغه ته د خوبوړي لقب کارولی دی. ټرمپ که څه هم په ښکاره د کومې رسنۍ نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي هغو رسنیو چې وړاندې تر دې یې دروغ خبرونه خپرول اوس هڅه کوي د جو خوبوړي ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړې، دی د ټرمپ او بایډن پر وړاندې درېدلی دی ځکه هغوی خپله دنده په سمه توګه مخ ته نه ده وړې او اوس امریکایان ټرمپ لري څو هر هغه څه چې دوی یې لازم بولي ورته ترسره کړي. جوبایډن د تېرې پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول ځان د امریکا راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند کړ. جوبایډن په تېره دوره کې د بارک اوباما مرستیال و.



































