د اوکراین د ټاکنو کمیسیون ولودیمیر زلنسکې په رسمي ډول د دې هېواد د ولسمشر په توګه اعلان کړی دی. دغه کمیسیون د ولسمشرۍ د دوهم دور ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې دي. د یادو پایلو له مخې تلویزیوني ټوکمار ولودیمیر زلنسکې د څه باندې ۶۱ سلنه رایو په ګټلو سره تر نورو نوماندو مخکښ او د اوکراین ولسمشر ټاکل شوی دی. د نوموړي سیال پروشنکو بیا تر ۲۵ سلنه کمې رایې خپلې کړې دي. زلنسکې به د جون میاشتې په لومړیو کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.



































