د بلک واټر مشر او د ډونالډ ټرمپ ملاتړی ایریک پرینس هڅه کوي چې د وینزویلا د سوسیالیست ولسمشر نیکولاس مادورو د پلویانو د ځپلو په موخه عملیات وکړي. د رویټرز اژانس دخبر له مخې له څو میاشتو راهیسې نوموړي هڅه پیل کړې چې پیسې او د ټرمپ د ادارې سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي، څو په وینزویلا کې د نیکولاس مادورو پر پلویانو عملیات تر سره کړي. د راپور له مخې هغه غواړي ۵۰۰۰ سرتېري د خوان ګوایدو په ملاتړ وینزویلا ته واستوي. د سرچینې په خبره هغه په وروستي ځل د تېرې میاشتې په نیمایي کې دا غوښتنه مطرح کړې ده. د امریکا د ملي امنیت یوه ویاند ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ټرمپ اداره به د پرینس دا غوښتنه ومني او که څنګه له جزیاتو پرته وویل، سپینه ماڼۍ به ددې طرحې ملاتړ ونه کړي. په ورته وخت کې د ګوایدو ویاند اډوارډ رودریګز هم ویلي چې دوی له پرینس سره په دې تړاو خبرې نه دي کړې.



































