د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۲مې نېټې په ماسپښين د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د برېکس هېوادونو د ۱۸مې سرمشريزې د لومړي پړاو په غونډه کې ګډون او مهمه وينا کړې ده.
سږ د برېکس هېوادونو د همکارۍ له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. شي جين پينګ په خپله وينا کې په تېرو ۲۰ کلونو کې د برېکس د همکاريو برياليتوبونه ياد کړي او دې ته يې اشاره کړې، چې د برېکس د همکارۍ ميکانيزم له ۲۰ کلونو راهيسې مداومه پراختيا موندلې او سمسور حياتي ځواک يې ښودلی او په نړۍ کې د نويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو ډېر اغېزمن همکاريز پلاټفورم ګرځېدلی دی.
شي جين پينګ ويلي، چې اوسمهال په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري بدلونونه مخ په سختېدو دي، د سراسري جنوب هېوادونو ځواک د پراختيا په حال کې دی او د نړۍ د څو قطبي کېدو جريان د مقاومت وړ نه دی. برعکس په عين وخت کې د يواړخيزم او زورواک سياست څپه راپورته شوې او څواړخيزم او نړيوال نظام له منفي اغېزو سره مخ دی او د سولې، پرمختګ، امنيت او حکومتولۍ په برخو کې کسر زيات شوی دی. شي جين پينګ د برېکس له هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې په ټينګه دې په سم تاريخي لوري ودري، د اوسني پېر د مخکښانو رول ولوبوي، د نړيوال نظام د لا عادلانه او معقول پرمختګ لارښوونه دې وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
همدارنګه شي جين پينګ څلور فقره ييز وړانديز کړی دی:
لومړی، د برېکس هېوادونه بايد د نوښت او پرمختګ په هڅولو کې دې مخکښ وي. چيني لوري د برېکس د هېوادونو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا له لارې د نوي ډول صنعتي کېدو وړاندیز کړی او هڅه به وکړي، چې له بېلابېلو خواوو سره د لازياتو څېړنو او استعمالي پايلو لپاره همکارۍ وکړي او د توليدي او اکمالاتي ځنځيرونو همکارۍ به پياوړې کړي.
دوهم، د برېکس هېوادونه بايد د سولې او ثبات په ساتلو کې مخکښ رول ولوبوي.
درېيم، د برېکس هېوادونه بايد د تمدنونو د متقابلې زده کړې په هڅولو کې د مخکښ رول ولوبوي.
څلورم، د برېکس هېوادونه بايد د نړيوالې حکومتولۍ په اصلاحاتو او بشپړوالي کې مخکښ وي.
شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې تېر شل کلن مزل ته په کتو يووالی او همکاري تل د برېکس د پرمختګ د قوت سرچينه ده. هغه اعلان کړی، چې چين به په راتلونکي کال کې د برېکس د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه ولري او د برېکس هېوادونو د ۱۹مې سرمشريزې کوربه توب به وکړي. هغه ويلي، چين به له بېلا بېلو خواوو سره ګډې نظريې راغونډې کړي، د ښه راتلونکي لپاره به ګډې هڅې وکړي، د برېکس د همکارۍ درېيمه زرينه لسيزه به پيل کړي او د سمسورتيا او پرمختګ روښانه راتلونکی به اباد کړي.































