د پاکستان پوځ ویلي چې له افغانستان سره پر پوله په یوه نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي. د پوځ په وینا دا نښته د شمالي وزیرستان په لواړه سیمه کې رامنځته شوې ده. د پوځي چارواکو په خبره تر ۶۰ ډېرو وسله والو د افغانستان له لورې پر هغو پوځیانو برید کړی دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اغزن تار لګوي. پوځ په ځوابي برید کې څو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې خو کره شمېر یې نه لري. پر پاکستاني پوځیانو د یاد برید پړه د حزب الاحرار په نامه یوې ډلې پر غاړه اخیستې ده.



































