تمه ده د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک نن د ملګرو ملتونو مقر ته ورشي او د امنیت شورا له دایمي غړو سره د ایران په اړه خپل معلومات شریک کړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، برایان هوک به نن خپلو لیدنو ته دوام ورکړي. ویل کېږي چې د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی به د ایران د مسوول ګڼلو پر اهمیت خبرې وکړي چې د بالسټیک توغندیو په جوړولو او ازمویلو سره یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړه لیکونو سرغړونه کړې ده. هوک په داسې حال کې د امریکا پالیسي توضیح کوي چي واشنګټن پر تهران د فشار د زیاتولو هڅه کوي خو ایران یې تر اوسه کلک مقاومت کړی دی.



































