وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په وینزویلا کې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره هلته د پوځي مداخلې خبره وکړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف خپل امریکایي سیال ته ټلفون کړی دی او خبرداری یې ورکړی دی چې که امریکا په وینزویلا کې پوځي لاسوهنه وکړي نو ناوړه پایلې به ولري. لاوروف ویلي، د وینزویلا په کورنیو چارو کې د امریکا مداخله د غندلو ده ځکه دا له نړیوالو قوانینو نه یوه ستره تېروتنه بلل کېږي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایه پومپیو خپل روسي سیال ته ویلي چې په وینزویلا کې دې د دوی سیالي نه کوي. سرچینه کاږي پومپیو لاوروف ته دا خبره هم کړې ده چې که د وینزویلا په چارو کې د دوی سیالي ته راووځي نو د دواړو هېوادونو اړیکې به تر دې هم ډېرې خرابي شي.



































