د بریتانیا د دفاع وزیر ګوین ویلیمسن د ځینې حساسو معلوماتو د افشا کولو له امله له دندې ګوښه شوی دی. د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریزا مې ویلي، ویلیمسن یې په دې تور له دندې ګوښه کړی دی چې د 5G انټرنیټ پیلولو او په دې پروژه کې د ټکنالوژۍ چینایي شرکت واوې ته په ونډې ورکولو پټې خبرې یې افشا کړې دي. ددې معلوماتو له افشا کولو وروسته د بریتانیا کابینې په دې پروژه کې چنیایي واوې شرکت ته په ونډې ورکولو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دا چاره به د بریتانیا کورني امنیت ته ګواښ پېښ کړي. له هغه وروسته لومړۍ وزیرې مې وویل، دا ډاډه ده چې دا معلومات ویلیمسن افشا کړې دي نو له همدې امله باید له دندې ګوښه شي. تریزا مې د نوموړي پر ځای پېني مورډانټ د دفاع نوې وزیره ټاکلې ده، چې دا به د برتانیا په تاریخ کې د دفاع لومړنۍ ښځینه وزیره وي.



































