د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، سعودي عربستان، متحده عرب امارات او نور ملګري هېوادونه دې له قطر سره خپل اختلافات ختم او له یاد هېواد سره دې اړیکې سمې کړي. ظریف ویلي، تهران له قطر، کویټ او عمان سره ډېرې ښې اړیکې لري او دوی هیله لري چې دغه ډول اړیکې له سعودي، اماراتو او نورو خلیج هېوادونو سره هم ولري خو د هغه په خبره دا هېوادونه دې لومړی له قطر سره اړیکې سمې کړي. دغو درې واړو هېوادونو له قطر سره له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسي د ترهګرۍ د ملاتړ او له ایران سره د نږدې اړیکو له امله هر راز اړیکې پرې کړې دي.



































