د سعودي عربستان ساحلي ساتونکو په سره سمندرګي کې د یاد هېواد د جدې بندر ته څېرمه د ایران د تېلو یوه کښتۍ چې د بېړنۍ مرستې غوښتنه یې کړه وه ژغورلې ده. د سعودي چارواکو په خبره دا کښتۍ چې ماشین یې له کاره لوېدلی و له دوی څخه یې د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه، دوی یې مرستې ته رسېدلي او یاده کښتۍ یې ژغورلې ده. عرب نیوز ورځپاڼې د سعودي د ساحلي ساتونکو له قوله ویلي چې په کښتۍ کې ټوله ۲۶ عمله وه چې ۲۴ یې ایرانیان او دوه هغه یې بنګله دیشیان وو چې ټول یې ژغورل شوي او د چاپیریال د ساتنې لپاره هم اقدامات شوي دي. ایراني رسنیو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي



































