د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې د پولیسو یو افسر د نامعلومو کسانو له خوا تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی او مړی یې په هدیره کې غورځول شوی دی. د نوښار سیمې د پولیسو مشر رسنیو سره خبرو کې د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وژل شوی افسر یار محمد نومېده او لس ورځې وړاندې خپل کور ته په رخصتۍ راغلی و. تر اوسه د یادې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو وړاندې تر دې د ورته ډېرو پېښو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.



































